تخصص

د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت د جزا او سوداګرۍ په قوانینو کې څو کلنه تجربه لري. زموږ حقوق پوهان له یوې لسیزې راهیسې له سوداګریزو او جزایي قضیو په حل کولو بوخت دي او کولای شي خپلو مؤکلینو ته په جرمي قضیو کې غوره خدمتونه وړاندې کړي. ددې شرکت ډیری حقوق پوهان د جزا قانون، د جزايي اجراآتو قانون، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون، له ښځې پر علیه د تاوتریخووالي د منع قانون، ، د پیسو دوینځلو د مخنیوي قانون ، د اطفالو د سرغړونو د رسیدګۍ قانون، د خصوصي پانګې اچونې قانون، د مجرمینو او متهمینو د استرداد قانون او د بانکونو او سوداګرۍ قانون په برخو کې له بشپړ تخصص څخه برخمن دي.

د افغانستان قوانین