زموږ په اړه


طلوع حقوقي او مشورتي شرکت خپلو مؤکلینو ته د غوره حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو او د ټولنې وګړو ته د بیلابیلو مشورو د ورکولو په برخه کې د مرکزي ثبت او فکري مالکیت لوی ریاست ادارې له لوري د رسمي جواز په درلودلو سره خپل فعالیتونه پیل کړي دي او دا په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت او په کابل کې د جرمني په سفارت کې ثبت او راجستر دی. د طلوع شرکت کارپوهانو او حقوق پوهانو په خصوصي او دولتي برخو کې په بریالیتوب کار کړی او د څو کلونو تجربو په درلودلو سره په سختو سیاسي او ټولنیزو شرایطو کې خپلې ټولنې ته کار کولای شي. د طلوع کارپوهان او حقوقي برخه په بریالیتوب سره د حقوقي موضوعاتو له پاره د حل لارو په موندلو کې له بشپړ مهارت څخه برخمن دي. طلوع حقوقي او مشورتي شرکت په دې بریالی شوی چې د سترو معیارونو او اصولو په پام کې نیولو سره، د ښو اړیکو په درلودو، له قضايي او نړیوالو او سیمه ییزو سوداګریزو سیستمونو سره د اوږد مهالې همغږۍ په ساتلو، او د اوسني قضايي او حقوقي وضعیت ته په کتلو سره ځان د پرمختللو حقوقي شرکتونه په قطار کې راولي. زموږ حقوقي او فني کادر، د حقوقي مسایلو په حل کولو کې هیڅ ډول ستونزه نه لري او کولی شي په دريو ژبو، دري، پښتو، او انګریزي، خپل خدمتونه وړاندې کړي. زموږ حقوقي شرکت ته په مراجعه کولو به پوه شئ چې زموږ خدمتونه له نورو سره توپیر لري او د هر ډول حقوقي مسایلو له پاره د ګټورو حل لارو په موندلو کې له نوښت څخه کار اخلو. زموږ موخه د خپلو مؤکلینو رضایت او بریالیتوب دی او موږ ستاسې د راکړل شویو معلوماتو محرمیت ته درناوی لرو.

زمونږ تګلاره:

  • اړیکه ونیسۍ چې ستاسو ستونزو ته غوږ کیږدو:

    د حقوقي ستونزو د حل کولو لپاره ستاسې لومړنۍ دنده دا ده چې زمونږ سره اړیکه ونیسۍ او مخامخ سره ووینو، ترڅو ستاسې ستونزو ته غوږ کیږدوادامه مطلب

    • اړوند قوانین او ستاسې موخې ټاکو:

      ستاسې د ستونزو د اوریدلو او د شته اسنادو د څیړنې څخه وروسته ستاسې موخې ټاکو. زمونږ حقوقي کادر ستاسې د ستونزو د حلولو لپاره اړوند قوانینو څخه ادامه مطلب

    • د ممکنو پایلو وړاندې کول:

      د موضوع د څرنګوالي په تړاو د بحث او خبرو اترو وروسته او د قوانینو، شواهدو او شتو اسنادو په پام کې نیولو سره له تاسو سره مرسته کوو ادامه مطلب

    • ستاسې استازیتوب کوو:

      تاسې سره په مشوره وکیل ګمارو او د حقوقي خدمتونو د فیس په اړه هوکړه کوو او قرارداد کوو.

    • ستاسې ستونزه پای ته رسوو:

      تاسې زموږ له پاره ارزښت لرئ او ستاسې قضیه زموږ له پاره اړینه ده. موږ عملاً ستاسې د پام وړ قضیې په ابتدائیه محکمه او استیناف او ستره محکمه، ادامه مطلب

وړیا خدمتونه ( پرو بونو):

د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت د هغو کسانو له پاره چې حقوقي ستونزې لري خو د دهغې له رامینځته کیدو راهیسې، د شخصي، بریښنالیک او تلیفونونو له لارې له زرو څخه ډیر وړیا قانوني مشورې چمتو کړې دا وړیا خدمتونه ډیری وخت د هغو ښځینو مؤکلینو له پاره دي چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي. طلوع حقوقي او مشورتي شرکت د هغوۍ ستونزې په ډيره غوره توګه حل کړي دي او ډیر ښه پایله یې هم ورکړې ده. ددې ترڅنګ موږ په حقوقي، قضايي، سوداګریزو، مدني، جزايي او کورنیو برخو کې د ټول افغانستان د خلکو له پاره وړیا مشورتي خدمتونه وړاندې کوو