موخې

د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت موخې د لوړو خدمتونو او مسلکي معیارونو او اصولو وړاندې کول او د مشتریانو درناوی دی. موږ د خپلو مؤکلینو اړتیا ته درناوی کوو، ستونزې او غوښتنې یې درک کوو او د هغوۍ د موخو په لاس ته راوړلو کې زیاته هڅه کوو ترڅو د هغوۍ د بریالیتوب له پاره عملي او اغیزمنې لارې چارې پیدا کړو. د پیریدونکو  ډاډ او باور به زموږ د ښو خدمتونو د وړاندې کولو سبب کیږي او موږ خپلې هغې هیلې ته چې په افغانستان کې د یو باوري حقوقي سیستم درلودل دي ورسوي. موږ په دې عقیده یو چې د افغانستان د اوسیدونکو ډاډ او باور د افغانستان په حقوقي سیستم زیات کړو او دا کار به په بیلابیلو برخو کې د بیلګې په توګه د مشاورې، منځګړیتوب، د دریګونو محکمو په پړاونو او په دولتي او خصوصي اداراتو کې د حقوقي مسایلو د زدکړې د خدمتونو په وړاندې کولو سره ترسره کوو. لکه څرنګه چې طلوع د روښنايې او امید په معنا دی نو موږ هڅه کوو چې د خلکو د هیله من کولو او د خلکو او د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د ښو اړیکو په جوړولو کې د لامل سبب وګرځو او خپلو خلکو ته روښنايي ډالۍ کړو. موږ ستاسې پر ستونزو ځان پوهو او د دغه ستونزو د حل له پاره بیلابیلې لارې چارې مومو او وړاندیز یې کوو.