صبور فضلیار

ښاغلی صبور فضلیار د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت د بشري ځواک مدیر چې په ۲۰۱۳ کال د کانادا هیواد د ویسترن پوهنتون د بیولوژي او ارواپوهنې  له برخې نه د لیسانس په کچه فارغ شوی دی. د ښو اخلاقو او ځانګړتیاو  له امله په نوموړي پوهنتون کې دنده ترسره کړې ده. او په څیړنه، روغتیا، ساتنه، لیډرشیپ او تدریس  کې لازمه تجربه لري. ښاغلی فضلیار سره لدې چې د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت د بشري ځواک مدیر دی د دیټابیس او د اسنادو ساتني  مسؤول هم دی، له دې چې ښاغلی فضلیار په انګلیسي ژبه په پوره ډول بلدیت لري د شرکت د سلاکار ټیم، د اسنادو او قرار دادونو د ژباړنې او لیکنې په انګلیسی ژبه، اود شرکت په بیلابیلو کړنو کې مرسته کوي. ښاغلی فضلیارپه ورکشاپونو او سمینارنو کې په ځانګړي ډول د لومړني استندر خدمات، لیډرشپ ځانګړتیاوې، د پيرودونکو خدمات، په ویلي ډول د اړیکو خدمات،  او د پلان جوړونې د اسنادو په برخه کې چې په  کانادا هیواد کې جوړ شوي ول ګدون کړی او له دغو خپرونو نه  تصدیق پانې هم ترلاسه کړي دي. دی یو زیارکښ او با استعداده وګړی دی چې خپلې دندې یې په ښه توګه تر سره کوي.