میر فواد صدري

د جزا حقوق، سوداګریز او د ملکتونو د پیښو په برخو کې تخصص
 ښاغلی میر فواد صدري  د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت حقوقي سلاکار چی د ۱۴ کلو ډیر یې د لوی څارنوالۍ په بیلابیلو مسلکي  برخو کې  دنده پرمخ بوولې ده. نوموړی په  ۱۳۷۸  لمریز کال کې د کابل پوهنتون دحقوق اوسیاسي علومو پوهنځۍ د قضاء او څارنوالۍ له څانګې څخه فارغ شوی دی.

 د دندې په اوږدو کې د مسلکي عضو په توګه د جرایمو د ارزونې ریاست،  د نشیي توکو پروړاندې د استیناف څارنوالۍ  ریاست، د قوانینو د پلي کیدو اوڅارنې آمریت ، د پغمان ولسوالۍ د څارنوالۍ رئیس، دټاکنو د شکایاتو د اوریدو د کمیسون  کمیشنر په توګه دندې تر سره کړي، اوله ځانه یې دحقوقوپه بیلابیلو برخو کې  وړتیاوې ښودلي دي. نو له دې عمله یې د کابل ولایت د لویدیزې څارنوالۍ ریاست دڅارنې آمر په توګه ټاکل شوی دی. خپل مسلک په برخه کې د پغمان ولسوالۍ د څارنوالۍ رئیس په توګه هم دنده پر مخ  بوولې ده.
ښاغلی صدري د کړنواودندو په ترڅ کې د لوې څارنوالۍ د جرمي پيښو، سوداکریز او د ځمکو د غصب په قضیو کې تخصص لري. د پیښو د څیړنې او دعامه امنیت د پيښو  پر وړاندې یو له نامتو  او با استعداده څارنوالانو له  ډلې دی.
نوموړی، اوس مهال د شرکت حقوقي سلاکار په توګه د افغان مهاجرینو د کار د اسانتیا په اړه په جرمني او نورو اروپایي هیوادونو کې مطالعه او زده کړې کوي. دخپلې تجربې او وړتیا له مخې کولای شي د افغان مهاجرینو د اسنادو د څیړنې، تدقیق او تصدیق په اړه د آلمان او نورو اروپایي هیوادونو ته قانوني او لازمې مشورې ورکړي.