عبدالحبیب دستګیرزاده

په جزا قانون او کار قانون کې تخصص
ښاغلی عبدالحبیب دستګیرزاده د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت حقوقي سلاکار دی. او د هیواد یو له مشهورو او بریالیو څارنوالانو څخه دی ښاغلی دستګیرزاده په ۱۳۵۳ کال د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو له پوهنځۍ فارغ شوی او ماستري یې د جزا حقوقو په برخه کې د کابل پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده. ښاغلی دستګیرزاده کابو ۳۷ کاله په دولتي اداروکې کارکړی دی. نوموړی په ۱۳۵۶ کال کې د چهاردهي ولسوالۍ په څارنوالۍ کې دنده پیل کړې ده او له هغې ورسته یې د کابل ولایت د څارنوالۍ د جرمونو د څیړلو په برخه کې دنده پیل کړه، د میربچه کوټ ولسوالۍ کې د څارنول په توګه ، د کابل د څلورمې حوزې د څارنوال په توګه ، د کابل د پنځمې حوزې د څارنوال په توګه، د جرمونو د تحقیق په ریاست کې د مسلکي غړي په توګه، د کابل ولایت د څارنوالۍ د جرمونو د تحقیق د عمومي آمر په توګه ، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ریاست د معاون په توګه ، د جوزجان ولایت د څارنوالۍ د رئیس په توګه ، د فراه ولایت د څارنوالۍ د رئیس په توګه او د سترې محکمې د څارنوالۍ د جزا عمومي رئیس په توګه دندې تر سره کړي دي. د خپلو خدمتونو په ترڅ کې د لوی څارنوالۍ لویې او مشهورې قضیې حل کړي دي. هغه د څارنوالۍ او حقوقو په برخو کې له ډیرې تجربې برخمن دی.