احمد فردین هویدا

ښاغلی احمد فردین هویدا مؤسس، حقوقي مشاور او ددغه شرکت رئیس په ۱۳۷۵ کال د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ له برخې څخه فارغ شوی او په نړیوالو حقوقو کې یې خپله ماستري د تاجکستان له ملي پوهنتون څخه په ۱۳۹۳ کال ترلاسه کړې اود ۱۵ کلونو څخه زیات موده یې په لویه څارنوالۍ کې په مسلکي توګه کار کړی او لویې، پیچلې قضیې یې حل کړي دي او د افغانستان د ماهرو او بااستعداده څارنوالانو او حقوق پوهانو په قطار کې شمیرل شوی دی. له ۱۳۷۶ څخه تر ۱۳۹۱ کال پورې یې لاندینۍ دندې ترسره کړي دي: د لوی څارنوالۍ د تدقیق او مطالعاتو د ریاست مسلکي غړی، د لوی څارنوالۍ د جرمونو د پلټنې د ریاست څارنوال، د لوی څارنوالۍ د تفتیش د ریاست د مرکزي زون د تفتیش آمر، د کابل ښار د شمال زون د استیناف څارنوالۍ رئیس، د مخدره توکو سره د مبارزې د ځانګړې استیناف څارنوالۍ رئیس ، د لوی څارنوالۍ د سترې محکمې د عامه امنیت څارنوال ، د لوی څارنوالۍ د پلټنې آمر او د جرمونو د پلټنې د ریاست سرپرست ، د لوی څارنوالۍ د فساد پر وړاندې د مبارزې د جرمونو د پلټنې د ریاست څارنوال او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د څارنوالۍ د پلټنې د ریاست څارنوال. همدارنګه یې درې کاله د څارنوالۍ د تشکیل او واک قانون، د قضائیه قوې د تشکیل او واک قانون او د جزا قانون په اړه یې د ستاژ په کورسونو کې تدریس کړی او د څارنوالانو له پاره یې له نړیوالو حقوقي مرکزونو سره په ګډه په ښوونيزو پروګرامونو کې برخه اخیستې ده. ښاغلی فردین، په لاندې ښوونیزو پروګرامونو کې هم برخه اخیستې ده: د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ښوونیز پروګرام(کولالمپور- مالیزیا) – د پولیسو، څارنوالانو او قاضیانو له پاره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ورکشاپ (تیمپو – بوتان) – د بریالي جزایي تحقیق اوه پړاوییز پروګرام (کابل – افغانستان ) – د جزايي عدالت ښوونیز سیمینار چې د JSSP له لوري جوړ شوی وو( کابل – افغانستان )- د افغانانو له پاره عدلي او قضايي ښوونیز پروګرام (یوتا پوهنتون – د امریکا متحده ایالات) – د پیسو د پاکولو پر وړاندې د مبارزې پروګرام (د افغانستان بانک – کابل ) – د ښوونکو د ښوونې او روزنې پروګرام چې د JSSP له لوري جوړ شوی وو( کابل – افغانستان ) – نړیوال قضايي پروګرام (د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون – پاکستان)- د ماشومانو د حقوقو ښوونیز پروګرام چې IDLO له لوري پر لار اچول شوی وو(کابل  - افغانستان )- د افغانستان د جزايي قانون د اجراآتو د قانون د پلي کولو مقایسوي ورکشاپ چې د IRG-USIP له لوري په لار اچول شوی وو. ښاغلی هویدا د اداري فساد د جرمونو د قضيو په څیړلو کې د ځانګړي مهارت تر څنګ په جزايي قضیو، منځګړیتوب، څیړنه، تدریس او مشورو کې له ځانګړي شهرت څخه برخمن دی.