اقبال وزیري

ښاغلی اقبال وزیري د کاتب پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو، قضاء اوڅارنوالۍ له څانګې نه فارغ، اود افغانستان د مدافع وکیلانو له ټولنې نه د کار جواز لري  او له دریو کلونو را په دیخوا د طلوع حقوقي او مشورتي شرکت کې د مدافع وکیل په توګه مرستې کړي دي. په دې موده کې د بیلابیلو پيښو په برخو کې له ځانه وړتیا ښودلې ده او د خپل مؤکلینو د حقوقو د دفاع په برخه کې  بنسټیز هڅې ترسره کړي دي.
ښاغلی وزیري په پوره ډول د دریګونو محاکمو د پړاونو په برخه کې خورا تجربه لري او د هیواد د با استعداده او ځوان مدافع وکیلانو نه شمیرل کیږي.